صهيونېسټ رژيم په غزې حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101724-صهيونېسټ_رژيم_په_غزې_حمله_وکړه
د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو نن سحر د غزې په جنوب کښې د فلسطين د مقاومت د ځواکونو په سنګرونو بمباري وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2021 03:18 Asia/Kabul
  • صهيونېسټ رژيم په غزې حمله وکړه

د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو نن سحر د غزې په جنوب کښې د فلسطين د مقاومت د ځواکونو په سنګرونو بمباري وکړه.

د الميادين د رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو همدارنګ د غزې د تړانګې د خان يونس ښار په جنوب کښې هم د مقاومت د ځواکونو په يو بل مرکز حمله وکړه.

د رسنيو د اعلان له مخې دغو حملو سرتاوانونه نه دي لرلي او يوازې مالي تاوانونه يې لرلي دي.

صهيونېسټ رژيم ادعا کړې ده چې دغه حملې له غزې سره نزدې په صهيونېسټ مېشه ښاريو د اورلګؤنکو پوکڼو د لېږلو په ځواب کښې ترسره شوې دي.

له دې مخکښې د صهيونېسټ رژيم د جنګ وزير په نيواکي قدس، لويديځه غاړه او غزه کښې د تاوتريخوالو په اړه يوه هنګامي غونډه جوړه کړې وه.