د عربستان حکومت د میرمنو نیولو ته دوام ورکړی
سعودي لیکس اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ ځینو حقوقي سرچینو وویل د عربستان رژیم د دریو (۳) ښځینه فعالانو په نیولو سره په هیواد کښې د سیاسي فعالانو او د حکومت د مخالفانو د نیولو نوی پړاو پیل کړی دی .
د عربستان د عقیدتي بندیانو په نوم اینټرنیټ پاڼې نن په ټویټر پاڼې کښې وویل دغه درې (۳) میرمنې یوازې د خپلو عقیدو د بیانولو په دلیل د سعودي عربستان د ال سعود رژيم د مامورانو لخوا نیول شوي دي .
دغه اینټرنیټ پاڼې زیاته کړه په دغو دریو (۳) نیول شویو میرمنو کښې حقوقي فعاله« لبنا الشریف» هم شته کومه چې د تیرې مي میاشتې په پاې کښې نیول شوي وه .
د «سند» په نوم د بشري حقوقو موسسې ویلي دي د حکومت لخوا په عربستان کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ ښکاره موردونو ته په پام سره د میندو زنداني کولو په عربستان کښې د لسګونو ماشومانو حقونه په خطر کښې اچولي دي او د کورنیو په ژوند یې اغیز کړی دی .
دغه موسسې دې ته په اشارې سره چې د سعودي عربستان په زندانونو کښې څه د پاسه سل (۱۰۰) ښځینه فعالې بندیانې دي د ریاض په چاوراکو غږ وکړ د ماشومانو حقوق او بشري حقوق رعایت کړي او سمدستي ټولې نیول شوي میندې خوشي کړي .