د لبنان حزب الله د اسرائيلو څلور ډرون الوتکې نسکورې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102418-د_لبنان_حزب_الله_د_اسرائيلو_څلور_ډرون_الوتکې_نسکورې_کړې
ځينو خبري سرچينو نن سحر د لبنان د حزب الله لخوا د صهيونېسټ رژيم د څلورو ډرون الوتکو د نسکورېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 01, 2021 07:18 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د اسرائيلو څلور ډرون الوتکې نسکورې کړې

ځينو خبري سرچينو نن سحر د لبنان د حزب الله لخوا د صهيونېسټ رژيم د څلورو ډرون الوتکو د نسکورېدو خبر ورکړ.

دعراق صابرين نيوز چېنل اعلان وکړ چې د لبنان د حزب الله ځواکونو د صهيونېسټ رژيم څلور ډرون الوتکې چې له سمندر څخه د لبنان د پائتخت بيروت ماضي سيمې ته د حرکت په حال کښې وې نسکورې کړې.

د دغه خبر په اړه لا زيات تفصيلات نه دي خپارۀ شوي.

صهيونېسټ رژيم تل د لبنان د هوائي، سمندري او زمکني حريم خلاف ورزي کوي.

صهيونېسټ رژيم همدارنګ په ځينو موقعو په سوريې باندې د حملې لپاره د لبنان له آسمانه استفاده کوي.

لبنان تل له نړيوالو ټولنو غوښتي دي چې د صهيونېسټ رژيم د دغو تېريو مخنيوے دې وکړي.