په عراق کښې د امريکائي ځواکونو شتون غېرقانوني دے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102468-په_عراق_کښې_د_امريکائي_ځواکونو_شتون_غېرقانوني_دے
د عراق په پارلېمان کښې له بدرفراکسيون سره وابسته استازي له دغه هېواده د امريکائي ځواکونو په وتلو تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2021 09:45 Asia/Kabul
  •  په عراق کښې د امريکائي ځواکونو شتون غېرقانوني دے

د عراق په پارلېمان کښې له بدرفراکسيون سره وابسته استازي له دغه هېواده د امريکائي ځواکونو په وتلو تاکيد وکړ.

د العهد خبري آژانس د رپوټ له مخې عباس الزاملي وويل:امريکائي ځواکونه د نړيوالو قوانينو تابع نه دي او د عراق له حکومت سره هيڅ غږملتيا نه لري.

د عراق د پارلېمان د بدر فراکسيون استازي تاکيد وکړ، په عراق کښې د امريکائي ځواکونو شتون غېرقانوني دے.

الزاملي وويل: په عراق کښې د امريکائي ځواکونو د وتلو د ضرورت په اړه د عراق د پارلېمان پاس شوے بل د حکومت لپاره لازم الاجرا دے او پارلېمان يې په عملي کېدو ټينګار کوي.

هغه تاکيد وکړ په عراق کښې کورني حالات په عراق کښې د امريکائي فوځيانو د شتون دوام ته په پام سره آرامښت رامنځته نه شي او حکومت پکار دے د امريکائي فوځيانو د شتون د ختمولو په لار کښې چټګ اقدام وکړي.

د عراق زياتره خلقو او سياسي او مذهبي ډلې له دغه هېواد څخه د امريکائي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي او د عراق پارلېمان هم د دغو ځواکونو د وتلو په باره کښې يو بل منظور کړے دے.

عراقي ډلو له دې مخکښې اعلان کړے ؤ چې د امريکائي ځواکونو د وېستلولپاره د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي حکومت ته ورکړے شوے مهلت ختم شوے دے.