صهیونیسټي پوځیانو یو بل فلسطینی په ډزو شهید کړ
Jul 04, 2021 02:12 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
فلسطیني چارواکو پرون د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د پوځيانو په رسا ډزو کښې د فرید علي حسن په نامه یو فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړ
فلسطیني چارواکو پرون د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د پوځيانو په رسا ډزو کښې د فرید علي حسن په نامه یو فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړ
ایرنا لیکلي چې د فلسطین روغتیا وزارت وویل: علي حسن چې ۲۰ کلن ځوان و، د قصرا کلي د اوسیدونکو او د نیواکګرو صهیونیسټانو ترمینځ شوې نښته کښې شهید شوی دی.
فلسطیني چارواکو وویل چې د نیواکګر رژیم پوځي ځواکونو د فرید حسن په سینه ډزې وکړې او هغه یې شهید کړ.
قصرا کلی د نابلس په خوا کښې پروت دی او تیره ورځ د دغې سیمې د نیولو لپاره د صهیونیسټانو هلې ځلې د فلسطین د خلکو له مقاومت سره مخامخ شوې دي.
ټیګونه