د مقاومت د محور په وړاندې د ایران دریځ ثابت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102650-د_مقاومت_د_محور_په_وړاندې_د_ایران_دریځ_ثابت_دی
په سوریې کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: په ویانا کې د ایران او د لوېدیځو هیوادونو تر مینځ خبري مذاکرات یوازې د ایټمي مسالې پوري تړاو لري او هیڅکله به د مقاومت د محور او د سیمي په هکله د ایران په سیاست اثر نه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2021 07:04 Asia/Kabul
  • د مقاومت د محور په وړاندې د ایران دریځ ثابت دی

په سوریې کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: په ویانا کې د ایران او د لوېدیځو هیوادونو تر مینځ خبري مذاکرات یوازې د ایټمي مسالې پوري تړاو لري او هیڅکله به د مقاومت د محور او د سیمي په هکله د ایران په سیاست اثر نه وکړي.

په دمشق کې د ایران سفیر مهدی سبحانی د لبنان د العهد سره په مرکه کې د دې په بیانولو سره چي ایټمي مذاکرات ګران او اوږده مذاکرې دي او د ایټمی موافقې په چوکاټ کې دوام موندلی زیاته کړه: د دغو مذاکراتو پایله چي هر څه وي، د سیمي او د مقاومت د محور په وړاندې د ایران په سیاست کې اثر نه شي پرې ایستلای.

سبحانی په داګه کړه: مقابل لوری، له دې موافقې څخه وتلی دی او نن غواړي چي بیرته راستون شي او مذاکرات هم د یو داسي چوکاټ په هکله روان دي چي د مقابل لوري د بیرته راستنېدو زمینه برابره کړي.

هغه وویل: مقابل لوری یعني امریکې له وتلو پرته د بیرته راستنېدو لپاره یې هم ځان ستونزي زېږولي دي چي د مذاکرات هم د دغو ستونزو په لیري کولو باندې متمرکز شوي دي.

په سوریې کې د ایران سفیر همدارنګه له فلسطین څخه د ایران د ملاتړ په دوام باندې په ټینګار سره وویل: صهیونیستي رژیم په فلسطیني وګړو د نوې یرغل په لومړیو کې هم د اوربند غوښتونکي وه.

سبحاني زیاته کړه: زموږ پیغام دا دی چي د مقاومت د دریځ په دوام او د نه تسلمېدو په صورت کې به دښمن نه وکولایشي چي د فلسطیني یانو په ضد خپله جګړه د یوې ورځي لپاره هم په مخه بوځي.