دمشق د لاندې شوې جولان د بېرته نیولو اراده لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103278-دمشق_د_لاندې_شوې_جولان_د_بېرته_نیولو_اراده_لري
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیستي رژیم له لوري د تیري شپې د هوایي بریدونو په غبرګون کې وویل چي د سوریې فوځ له ترهګرو سره مبارزې ته به دوام ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2021 02:48 Asia/Kabul
  • دمشق د لاندې شوې جولان د بېرته نیولو اراده لري

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیستي رژیم له لوري د تیري شپې د هوایي بریدونو په غبرګون کې وویل چي د سوریې فوځ له ترهګرو سره مبارزې ته به دوام ورکړي.

د سوریې د رسمي خبري اژانس (سانا) په حواله، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیستي رژیم هوایی بریدونو ته په غبرګون کې وویل چي دغه ډول بریدونه په سوریې کې د اسرائیلي مزدورانو سره مرسته نه شي کولای.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړه چي د اسرائیلي رژیم له لوري دغه بریدونه د دولتي ټروریسم په چوکاټ کې له ترهګرو څخه په ملاتړ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک څخه په خلافورزۍ سره تر سره کیږي.

د سوریې د باندنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چي د اسرائیل بریدونه په حلب او حماه باندې د النصرې د ترهګري ډلي له بریدونو سره په هممهاله توګه تر سره شوي، دغه ټرهګره ډله د ترکیې، امریکې او د اسرائیلو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی.

سوریه همدارنګه د اسرائیلو له لوري د سوریې په ځمکني بشپړتیاو د تیروتنو د دوام د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

نن سهار هم صهیونیستي رژیم د حلب په جنوبي سیمو برید وکړ چي د سوریې د هوایي ضد سیسټمونو له لوري دفع شوي دي.