امریکا په ماتي سره له عراقه وتلو ته مجبوروو
فارس خبري اژانس وايي د عراق کتائب حزب الله غورځنګ د یوې (۱) بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ د امریکا ترهګر پوځیان باید له عراقه ووځي .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د ورانکارو قدرتونو له هرډول سلطې سره په پریکنده مخالفت کښې د کتائب حزب الله غورځنګ اصولي دریځ د عراق د ملت په امکاناتو او وسونو باندې ثابت و او وي به .
دغه بیانیه وايي هر څومره چې دباونه او چیلنجونه زیات شي دغه مسله به د کتائب حزب الله لپاره هیڅ خنډ نشي .
په همدې ارتباط د عراق د حزب الله غونډو امنیتي مسول ابو علي العسکري هم تیره میاشت ویلي وو چې په عراق کښې باید فرقه ايي جنګ پیل نشي ځکه چې له امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان پرته ټول به په دغه جنګ کښې بایلونکي دي .
هغه وویل مقاومت وتوانید په څو جنګونو کښې د امریکا په نیواکګرانو د عراق د خلکو اراده وروتپي .