طالبان د سولې په خبرو کښې زیات غوښتنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103858-طالبان_د_سولې_په_خبرو_کښې_زیات_غوښتنه_کوي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل طالبان د سولې په خبرو کښې په حکومت کښې له اویا(۷۰) تر اتیا (۸۰)فیصده پورې د ونډې د لرلو ، د حل و عقد د شورا د رامینځته کولو او د دیني تعلیماتو د تعریف پراساس د شریعت د تطبیق په شان سترې غوښتنې او ځینې نور موردونه مطرح کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2021 00:07 Asia/Kabul
  • طالبان د سولې په خبرو کښې زیات غوښتنه کوي

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل وویل طالبان د سولې په خبرو کښې په حکومت کښې له اویا(۷۰) تر اتیا (۸۰)فیصده پورې د ونډې د لرلو ، د حل و عقد د شورا د رامینځته کولو او د دیني تعلیماتو د تعریف پراساس د شریعت د تطبیق په شان سترې غوښتنې او ځینې نور موردونه مطرح کوي .

هغه وویل طالبان د سولې په خبرو  کښې یوشمیر  غوښتنې لري چې ترټولو ستر غوښتنې یې د ټولو بندیانو خوشي کیدل ، د ملګروملتونو له تور فهرست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو لیرې کول ، د دیارلس سوه درې څلویښتم (۱۳۴۲) هجري لمریز کال د اساسي قانون نافذول او د ولسمشرۍ د څوکۍ ترلاسه کول دي .

هغه وویل د طالبانو ډلې نورې مهمې غوښتنې د حکومت د مشرۍ ترلاسه کول او  امنیتي ،  د خارجه وزارت ، د اقتصاد وزارت ، د عدلیې وزارت او د ځایي حکومتونو د چارو ترلاسه کول دي .

د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم پرون وویل طالبان هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کښې تر ټولو زیاته ونډه ولري .