ایران د مقاومت حقیقي تکیه ځای دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103990-ایران_د_مقاومت_حقیقي_تکیه_ځای_دی
زمونږ خبریال وايي د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد النخاله »بیګا له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د فلسطین له ملت څخه د ایران ملت په پوځي او مالي اړخونو پورې محدود نه دی وویل ایران د مقاومت ډلو د مشرانو ځانګړي احترام او تقدیر ته قائل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2021 07:21 Asia/Kabul
  • ایران د مقاومت حقیقي تکیه ځای دی

زمونږ خبریال وايي د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد النخاله »بیګا له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د فلسطین له ملت څخه د ایران ملت په پوځي او مالي اړخونو پورې محدود نه دی وویل ایران د مقاومت ډلو د مشرانو ځانګړي احترام او تقدیر ته قائل دی .

هغه ایران د مقاومت ډلو د حقیقي تکیه ځای په توګه یاد کړ .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النخاله ډاګینه کړه د مقاومت د مشرانو په توګه زمونږ پیغام د دې ښودنه کوي چې ایران د مقاومت ځواکونو حقیقي تکیه ځای دی .

النخاله دغه راز د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په دستورو کښې د ګډون لپاره د مقاومت ډلو مشرانو ته تهران ته د ورتلو بلنه  د هغه احترام او قدرونې نښه وبلله چې په ایران کښې د مقاومت ډلو مشران ترې برخور دي .

هغه ټینګار وکړ له نورو هیوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت تفاوت د فلسطین له ملت سره تعامل او د مقاومت د غورځنګ سیاسي تائیدول دي .

د ایران د اسلامي جمهوریت تراوسه په ځلونو ټینګار کړی دی چې ایران  د فلسطین د ملت او په غزې تړانګې کښې د اتلوال ملت په څنګ کښې دریدلی دی او دریدلی به وي .