سعودي عربستان د عمرې مناسک له سره پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i104002-سعودي_عربستان_د_عمرې_مناسک_له_سره_پیلوي
زمونږ خبریال وايي سعودي عربستان له کابو اتلس (۱۸) میاشتو وروسته د عمرې د مناسکو د ترسره کولو لپاره د بیت الحرام د خارجي زیارتوالو منل له سره پیلوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 08, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د عمرې مناسک له سره پیلوي

زمونږ خبریال وايي سعودي عربستان له کابو اتلس (۱۸) میاشتو وروسته د عمرې د مناسکو د ترسره کولو لپاره د بیت الحرام د خارجي زیارتوالو منل له سره پیلوي .

د سعودي عربستان د حج او د عمرې وزارت نن وویل په مسجد النبي علیه السلام او مسجد الحرام کښې د لمانځه او د زیارت او د عمرې د مناسکو د ترسره کولو لپاره د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له خلکو څخه درخواستونه سوکه سوکه د اګست د میاشتې له نهمې(۹) یعني سبا ورځې څخه پیلیږي .

د سعودي عربستان په حج او عمرې وزارت کښې یوه (۱) چارواکي دې ته په اشارې سره چې زیارتوال یعني حاجیان عربستان ته د ورتلو وخت باید تائید شوی واکسین وهلی وي وویل هغه کسان چې د عمرې د مناسکو د ترسره کولو اراده لري باید سند ولري چې کورونا واکسین یې  وهلی دی .

د سعودي عربستان خبري اژانس هم وویل د عمره کونکو د منلو ظرفیت هم سوکه سوکه په میاشت کښې دوه (۲) میلیونه زیاتیږي .