لبنان ته د سونګو د کشتیو استول د بایکاټونو ماتي ده
زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي ټینګار وکړ د لبنان د تیلو د ضرورت پوره کول د دغه هیواد د بایکاټونو د ماتولو په لور یو(۱)ګام دی .
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي نن په ټویټر پاڼه کښې ولیکل دا خبره چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د لبنان لپاره د تیلو وړونکي کشتۍ د هیواد د خاورې په معنا وبلله د واکمنۍ له مینځه وړل نه دي بلکې د لبنان د واکمنۍ پراخول او د هیواد دفاع ده .
هغه وویل هغه کسان چې د دغه موضوع پرضد خبره کوي سم درک نلري ځکه چې د لبنان د ګټو دفاع د هیواد د واکمنۍ دفاع کول دي .
رسنیو وویل د لبنان لپاره د ایران سونګ چې د حزب الله مشر حسن نصر الله یې خبر ورکړ ټول د لبنان د شیعه تاجرانو لخوا په پیسو اخیستل شوي .
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله پرون د حسیني عاشورا په مناسبت وینا کښې له ایران څخه لبنان ته د سونګو د کشتۍ د حرکت د خبر په ورکولو سره په دغه کشتۍ باندې د هر ډول تیري په هګله خبرداری ورکړ .