عراق د ګاونډیو هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي  
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i104736-عراق_د_ګاونډیو_هیوادونو_د_غونډې_کوربتوب_کوي
ټآکل  شوې ده ،  د اګست په اته ویشتمه نیټه  له ۱۹۹۰کال راپه دې خوا  دلومړي ځل لپاره  د  عراق د پنځو ګاونډیو هیوادونو ،یعني ، ایران، ترکیې ، عربستان ، کویت او اردن پشمول  کابو د  لسو عربو ،  سیمه ایزو او اروپائي هیوادونو  په ګډون سره  یوه غونډه ترسره شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2021 01:33 Asia/Kabul
  • عراق د ګاونډیو هیوادونو د غونډې کوربتوب کوي  

ټآکل  شوې ده ،  د اګست په اته ویشتمه نیټه  له ۱۹۹۰کال راپه دې خوا  دلومړي ځل لپاره  د  عراق د پنځو ګاونډیو هیوادونو ،یعني ، ایران، ترکیې ، عربستان ، کویت او اردن پشمول  کابو د  لسو عربو ،  سیمه ایزو او اروپائي هیوادونو  په ګډون سره  یوه غونډه ترسره شي .

 سپوټنیک خبری اژآنس راپور ورکړی، دعراق خارجه وزیر فواد حسین پرون ناوخته  په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،  بغداد د ګاونډیو هیوادونو  په غونډې کې د شتون لپاره  هیوادونو ته  په بلنې کې بریالی عمل کړی  او  دغه راز ئې د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو هم غوښتي دي ،  دبغداد سیمه ایزې غونډې کې دې  ګډون وکړي.

 دعراق  خارجه وزیر  ټينګار کړی ،  روسیه به هم  د ګاونډیو هیوادونو په غونډې کې پخپل سفیر سره  شتون ولري .  فواد حسین  په دغې ناستې کې د شتون لپاره سورئې ته د بلنې د نه ورکولو  په باب هم ووئیل ، د سورئې موضوع ،یوه اخلاقي مسئله ده ، عراق  له دغه هیواد سره  ښې اړیکې لري  او   هیڅکله ئې  له سورئې سره  خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې  غوڅې کړي نه دي .

ټآکل  شوې ده ،  د اګست په اته ویشتمه نیټه  له ۱۹۹۰کال راپه دې خوا  دلومړي ځل لپاره  د  عراق د پنځو ګاونډیو هیوادونو ،یعني ، ایران، ترکیې ، عربستان ، کویت او اردن پشمول  کابو د  لسو عربو ،  سیمه ایزو او اروپائي هیوادونو  په ګډون سره  یوه غونډه ترسره شي .

العربی  الجدید  ورځپاڼې  د عراق په خارجه وزارت کې  له یوه لوړ پوړي چارواکي قوله  ټينګار کړی ، عربستاڼ ،ترکیه ، ایران  دعراق درې اصلي ګاونډي هیوادونه، دبغداد دسیمه ایزې ناستې  په هرکلي سره په دغې ناستې کې  بشپړ ګډون کوي .