غزه کښې یو بل فلسطیني ځوان شهید شو
Aug 25, 2021 12:47 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
هغه فلسطیني ځوان چې څلور ورځې مخکښې د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو سخت زخمي شوی و، نن شهید شو
هغه فلسطیني ځوان چې څلور ورځې مخکښې د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو سخت زخمي شوی و، نن شهید شو
د اسامه خالد ادعیع په نامه د غزې اوسیدنکی ۳۲ کلن ځوان د غزې په ختیځ کښې د ملکه کیمپ سره نزدې د (ستنیدو) په وروستي لاریون کښې د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو لګیدلی او ټپي شوی و.
دغه فلسطیني ځوان پس د څلورو ورځو له درد او کړاؤ زغملو وروسته نن د غزې ښار په الشفاء نومي روغتون کښې سا ورکړه.
د ستنیدو په نامه د تیرې شنبې ورځې له لاریون کونکو فلسطینیانو سره د صهیونیسټي رژيم د مامورانو په نښته کښې ۴۱ فلسطینیان زخمي شوي وو.
ټیګونه