متحده عربي اماراتو یمن ته نور زغرګاډي استولي دي
زمونږ خبریال وايي د یمن رسنیو د پوځي سرچینو په قول وویل متحده عربي اماراتو په حضرت موت ولایت باندې د سلطې لپاره په لسګونو زغرګاډي یمن ته استول دي .
د یمن د جنوب د انتقالي شورا نامتو غړي عادل الحسني وویل متحده عربي اماراتو د تعز ولایت د لویدیځ په المخا بندر کښې ځان ته اړونده ځواکونو ته نوي پوځي تجهیزات ورسپارلي دي چې د یمن په ختیځ کښې په حضرت موت ولایت کښې د تیلو په بډایه سیمو باندې د جنوب د انتقالي شورا د سلطې زمینه برابره کړي .
دغه راپور وايي څو ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو یوې (۱) کشتۍ چې یوسل پنځوس (۱۵۰) زغرګاډي پکښې دي د یمن په المخا بندر کښې لنګر اچولی او په دغه کشتۍ ځینې بار زغرګادي او تجهیزات د یمن د لویدیځ د سواحلو د پلي ځواکونو قومندان هیثم قاسم او ځینې نور تجهیزات او زغرګاډي بیا د ځواکونو قومندان رائد الجهبي ته ورکړل شوي دي .