صیهونیسټانو یو فلسطینې ځوان شهید کړ
صیهونیستی عسکرو په یوه فلسطینی ځوان له دې پرته چی کوم وسله په لاس کې ولرلې شی ، ډزې وکړې .
د یونیوز له ننی راپور سره سم صیهونیستی عسکرو په دې ادعا سره چی دغه فلسطینی ځوان په ساړې وسلې سره په یوه صیهونیستی عسکر حمله وکړه او هغه یې ژوبل کړ چی بیا صیهونیستی عسکرو پرې ډزې وکړې . دا په داسې حال کی دی چی شاهدانو په دې اړه وویل صیهونیستی عسکرو په یوه فلسطینی ځوان له دې پرته چی کوم وسله په لاس کې ولرلې شی ، ډزې وکړې .
له بلې خوا د فلسطین مقاومتي ډلو په نیواکي ټاټوبو توغندوي حملې کړي
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،د فلسطین خبروسرچینو ووئیل د فلسطین مقاومتي ډلو نن سهار وختي د نیواکي ټاټوبو په لور څه دپاسه لس توغندي ویشتي دي .
په صهونیسټ میشته ښارګوټو کې دخطرې سایرنونه غږیدلی دي او صهیونیسټان د فلسطین دمقاومت له توغندوي حملې په ویرې او وحشت کې شوي دي .
دغه توغندوي حمله له دې څو ساعته وروسته شوي چې صهیونیسټانو په نیواکي قدس کې یو فلسطینی ځوان شهید کړ.
دفلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یوه لوړپوړي چارواکي خالد البطش بیګا صهیونیسټي رژيم ته خبرداری ورکړی ؤ چې شپږو فلسطنیو بندیانو ته هرډول تاوان رسول به د فلسطین دمقاومتي ډلو له خوا له سخت ځواب سره یو ځاي وي