طالبان د روسیې،پاکستان اوچین له ځانګړواستازو سره مشورې کوي
خو طالبانو په نړیواله سویه د خپل حکومت د په رسمیّت پیژندنې لپاره تازه هلې ځلې پیل کړي دي .
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ ، د طالبانو د موقته کابینې مشر ملا محمد حسن اخوند پرون د افغانستان په چارو کې د چین له استازي شیائو یونګ ، دپاکستان د لومړي وزیر له ځانګړي استازي صادق خان او د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغانستان د ترټولو وروستیو مهمو بدلونونو په باب کتنه او دنظر تبادله وکړ ه.
د خبر تر مخابیره کیدا پورې له دغو چارواکو سره د طالبانو د کابینې دمشر دخبرواترو چورلیزونه نه دي اعلان شوي ، خو طالبانو په نړیواله سویه د خپل حکومت د په رسمیّت پیژندنې لپاره تازه هلې ځلې پیل کړي دي .
له بل پلوه د افغانستان د ولس د ژوند وضعیّت ډير بوږنونکی دی او نړیوالو موسیسو او اورګانونو د خوراکي او درملیزو موادو د سخت کمښت په باب جدي انديښنې څرګندې کړي دي .
طالبانو هم تل د افغانستان له ولس سره د انسان دوستۍ د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده .