طالبان د روسیې،پاکستان اوچین له ځانګړواستازو سره مشورې کوي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i105940-طالبان_د_روسیې_پاکستان_اوچین_له_ځانګړواستازو_سره_مشورې_کوي
خو طالبانو په نړیواله سویه   د خپل حکومت د په رسمیّت پیژندنې  لپاره تازه هلې ځلې پیل کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2021 01:40 Asia/Kabul
  • طالبان د روسیې،پاکستان اوچین له ځانګړواستازو سره مشورې کوي 

خو طالبانو په نړیواله سویه   د خپل حکومت د په رسمیّت پیژندنې  لپاره تازه هلې ځلې پیل کړي دي .

 زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ ، د طالبانو د موقته کابینې  مشر  ملا محمد حسن اخوند  پرون  د افغانستان  په چارو کې د چین  له استازي  شیائو یونګ ، دپاکستان د لومړي وزیر  له ځانګړي استازي  صادق خان او د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي  ضمیر کابلوف سره  د افغانستان د ترټولو وروستیو مهمو بدلونونو په باب  کتنه او دنظر تبادله وکړ ه.

  د خبر تر مخابیره کیدا پورې  له دغو چارواکو سره د طالبانو د کابینې دمشر   دخبرواترو چورلیزونه  نه دي اعلان شوي ، خو طالبانو په نړیواله سویه   د خپل حکومت د په رسمیّت پیژندنې  لپاره تازه هلې ځلې پیل کړي دي .

 له بل پلوه  د افغانستان د ولس  د ژوند  وضعیّت ډير بوږنونکی دی او  نړیوالو موسیسو او اورګانونو   د خوراکي  او درملیزو موادو د سخت کمښت په باب  جدي انديښنې څرګندې کړي دي .

طالبانو هم تل  د افغانستان  له ولس سره د انسان دوستۍ د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې  ده .