یمن ته د امریکا سخا شوي خوراکي شیان استول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106456-یمن_ته_د_امریکا_سخا_شوي_خوراکي_شیان_استول_شوي
المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د انصار الله غورځنګ چارواکو خبر ورکړ ملګروملتونو څو ورځې مخکې د امریکا د فاسدو شویو حبوباتو یو(۱) پیټی چې یولس زره (۱۱۰۰۰) ټنه وزن لري د یمن الحدیده بندر ته استولی دی چې پکښې د حبوباتو یعني د دالو او د نخود فرنګي په سلګونو کڅوړې پکښې شاملې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 04, 2021 01:21 Asia/Kabul
  • یمن ته د امریکا سخا شوي خوراکي شیان استول شوي

المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د انصار الله غورځنګ چارواکو خبر ورکړ ملګروملتونو څو ورځې مخکې د امریکا د فاسدو شویو حبوباتو یو(۱) پیټی چې یولس زره (۱۱۰۰۰) ټنه وزن لري د یمن الحدیده بندر ته استولی دی چې پکښې د حبوباتو یعني د دالو او د نخود فرنګي په سلګونو کڅوړې پکښې شاملې دي .

دغه مرستې د ملګروملتونو د خواړو د نړیوال پروګرام لخوا تامین شوي او دغه شیان له امریکا او اوکراین څخه استول شوي دي .

د یمن د انصار الله غورځنګ چارواکو وویل دغه فاسد شوي او خراب شوي خوراکي شیان د چینجیو په وجه د خوړلو وړ نه دي .

یمن ته د امریکا لخوا د فاسدو خوراکي شیانو استول په داسې حال کښې دي چې یمن له تیرو شپږو (۶) کلونو راهسې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف لخوا له هراړخیزه کلابندۍ سره مخامخ دی او په دغه هیواد کښې د خوراکي شیانو او درملو سخت کمښت راغلی دی .