د عراق د پارلمان د ټاکنو نوي پایلې اعلان شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106826-د_عراق_د_پارلمان_د_ټاکنو_نوي_پایلې_اعلان_شوې
صابرین نیوز خبري اژانس وايي د عراق د انتخاباتو ستر کمشنرۍ د اته زره او پینځه سوه اوه څلویښتو (۸۵۴۷)مرکزونو د رایو په لاسونو سره له شمیرلو وروسته د پارلمان د انتخاباتو نوي نتیجې اعلان کړې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 13, 2021 12:08 Asia/Kabul
  • د عراق د پارلمان د ټاکنو نوي پایلې اعلان شوې

صابرین نیوز خبري اژانس وايي د عراق د انتخاباتو ستر کمشنرۍ د اته زره او پینځه سوه اوه څلویښتو (۸۵۴۷)مرکزونو د رایو په لاسونو سره له شمیرلو وروسته د پارلمان د انتخاباتو نوي نتیجې اعلان کړې .

د عراق د انتخاباتو سترې  کمشنرۍ نن ټینګار وکړ د انتخابانو نوي نتیجې د هغو مرکزونو له اضافه کیدا وروسته چې رایې یې په لاسونو سره بیا وشمیرل شوې د پخوانیو نتیجو په مقابل کښې د یوشمیر بدلونونو کتونکي دي .

د عراق د انتخابانو د سترې کمشنرۍ د راپور پراساس د رایو نوي نتیجې په دې ډول دي :

د هغو څوکیو شمیر چې د مقتدا صدر ډلې لاس ته راوړي دي له درې اویا (۷۳) څخه اویاو (۷۰) ته کم شو .

د نوري مالکي په مشرۍ د دوله القانون ائتلاف د څوکیو شمیر له څلوردیرشو (۳۴) څخه څلویښتو (۴۰) ته ورزیات شو .

د هادي العامري په مشرۍ د الفتح ائتلاف د څوکیو شمیر له څوارلسو (۱۴)څخه شلو (۲۰) څوکیو ته ورزیات شو .

د امتداد د ائتلاف د څوکیوشمیر هم له نهو (۹) څخه دیارلسو (۱۳) ته ورزیات شوی .

د عراق د پارلمان وارمخکې انتخابات د اکتوبر د میاشتې په لسمه(۱۰) نیټه وشول او پایلې یې پرون د انتخاباتو د سترې کمشنرۍ لخوا اعلان شوې .

د عراق د انتخاباتو د لومړیو نتیجو له اعلانیدا وروسته د پارلمان د انتخاباتو ډيرو کاندیدانو په دغه نتیجو اعتراض کړی دی او د نتیجو په اعلانیدا کښې یې د شفافیت غوښتنه کړي ده .