اسرائیل یو جوړ شوی رژیم دی او ډير کم عمر لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106902-اسرائیل_یو_جوړ_شوی_رژیم_دی_او_ډير_کم_عمر_لري
 د یمن دملی نجات حکومت لومړي وزیر د  عمان لویدیځي  پولو ته د رسیدو او له سمنه ئې  د جلاکولو لپاره د  لندن هڅې ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، متحده عربی امارات  د خپلو جغرافیائي  ګټو په تامینولو پسې  دی او عربستان هم   په یمن کې پخپلو اوږدمهاله اقتصادي  پروژو پسې  دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2021 08:20 Asia/Kabul
  • اسرائیل یو جوړ شوی رژیم دی او ډير کم عمر لري

 د یمن دملی نجات حکومت لومړي وزیر د  عمان لویدیځي  پولو ته د رسیدو او له سمنه ئې  د جلاکولو لپاره د  لندن هڅې ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، متحده عربی امارات  د خپلو جغرافیائي  ګټو په تامینولو پسې  دی او عربستان هم   په یمن کې پخپلو اوږدمهاله اقتصادي  پروژو پسې  دی .

رالمسیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړ ،د یمن دملی نجات  حکومت لومړی وزیر  عبدالعزیز حبتور  نن  ددې خبرې په کولو سره چې  صهیونیسټ رژيم  یو جوړ شوی  او نیواکګر رژيم دی  او محدود عمر لري ټينګار کړی ،  په کمزورو عربو هیوادونو کې غمیزه دا ده چې  یوازې  اسرائيلو ته  تسلیمیږي  څو  خپل رژیمونه وساتي ، خو   داړیکو عادي کول به  هم د دوي تاج او پاچائي ونه ساتي .

 بن حبتور  ددې خبرې په کولو سره چې  دیمن انقلاب  د استعمارګو  او دهغوي د ګوډاګیانو د ظلم او باؤؤ د نه منلو په خاطر  رامینځةشوی ، زیاته کړې ،  په تیر وخت کې د انګریز  ګواډاګیانو  برخلیک  دنننیو تالي څټو  په انتظار کې دی او د یمن ملت  به  هر یو ګوډاګۍ او تالی څټی  سزا کړي .

 د یمن دملی نجات حکومت لومړي وزیر د  عمان لویدیځي  پولو ته د رسیدو او له سمنه ئې  د جلاکولو لپاره د  لندن هڅې ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ، متحده عربی امارات  د خپلو جغرافیائي  ګټو په تامینولو پسې  دی او عربستان هم   په یمن کې پخپلو اوږدمهاله اقتصادي  پروژو پسې  دی .

 عبدالعزیز بن حبتور   پخپلو څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې په عربستان ټاپو وزمې او ځینو  عربو نظامونو کې  اوسني جغرافیائي ویشل کیدا ، د صهیونزم  له پروژې  دملاتړ لپاره دي ، ووئیل ، د اماراتو په وسیله د سقطرې   ټاپو نیواک  هم ددغې پروژې  دخدمت لپاره  دی . خو بلاخره به  هم څه په لاس ورنشي .