سعودي عربستان او اسرائیلو خبرې زیاتې کړي دي
صهیونیسټي ګلوبز اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ خبرو سرچینو د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د سعودي عربستان او د اسرائیلو رژیم د خبرو اترو د زیاتولو خبر ورکړ .
په دوبۍ کښې د صهیونیسټ رژیم سرکنسول ایلان اشتولمان وویل په وروستیو ورځو کښې د ابراهم د موافقې په چوکاټ کښې د سعودي عربستان او د اسرائیلو ترمینځ ډيپلوماټیکې خبرې زیاتې شوي دي .
د اسرائیلو یوې (۱) سرچینې چې د سعودي عربستان او د اسرائلو رژیم ترمینځ په تجارتي اړیکو کښې برخه لري په دې هکله وویل د ابراهم موافقه په تیرو میاشتو کښې د متحده عربي اماراتو په تیره بیا د بحرین په وسیله د سعودي عربستان او د اسرائیلو ترمینځ د ځینې معاملو سبب شوي ده .
سعودي عربستان له دې مخکې هم د خپل هوايي حریم د پاسه د اسرائیلو د الوتکو له الوت سره موافقه کړي وه .
دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم ډيپلوماټیکو سرچینو په تیرو څو اونیو کښې د قطر په شمول له څو عربو او اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د مشرانو د هڅې خبر ورکړی خو قطر په رسمي ډول ویلي دي تر هغه وخته چې د فلسطین مسله حل نه وي شوي له تل ابیب سره به اړیکې عادي نکړي .
د عربو هیوادونو خلک له اسرائیلوسره د اړیکو د عادي کولو مخالف دي او دا د دغه رژیم لپاره یو(۱) مشکل ګڼل کیږي .