د مسلمانانو قوت د وحدت په کلام کښې دی
ایران پریس خبري اژانس وايي د لبنان د مسلمانو علماو د ټولنې مشر شیخ غازي حنینه د تهران د نن ورځې د جمعې لمانځه له خطبو مخکې په وینا کښې وویل د مسلمانانو قدرت په وسلو او پوځي تجهیزاتو کښې نه بلکې د وحدت په کلام کښې دی .
هغه وویل د اسلام دښمانانو هڅه کوي د مسلمانانو ترمینځ مذهبي او قومي تفرقې رامینځته کړي دي په داسې حال کښې چې مونږ د هغه څه پراساس چې قران ویلي دي یو (۱) امت یوو .
د لبنان د مسلمانو علماو د ټولنې مشر شیخ غازي حنینه د خپل هیواد د خلکو او د علماو لخوا د ایران خلکو او د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د میاشتې په مبارکۍ ویلو سره وویل مونږ هم د تاسو په څنګ کښې د وحدت د اونۍ په نسبت جشن کوو داسې اونۍ چې امام خمیني رحمت الله علیه د وحدت اونۍ نومولي ده چې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت د رامینځته کیدا سبب شي .
شیخ غازي حنینه په دې خبرې سره چې ترټولو قوي وسله چې مونږ یې په لاس کښې لرو په ټوله دنیا کښې د درستو مسلمانانو وحدت دی وویل اسلام د توحید او د اتحاد دین دی هماغه ډول چې خدای پاک ج مونږ ټول د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ګرچاپیر راټول کړي یوو .
هغه وویل قران کریم نن ورځ د اسلام دساتلو عامل او د خدای پاک د دین ساتل د هغه د کتاب په وجه دي .