لبنان د سعودي عربستان لاسپوڅي کیدل نه مني
المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم د هیواد د خپلواکۍ په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل بیروت له سعودي عربستان غواړي چې د لبنان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه بنده کړي .
هغه پرون وویل لبنان خپلواکه هیواد دی او لاسپوڅي توب نه مني .
شیخ نعیم قاسم دې ته په اشارې سره چې په لبنان کښې د شهید ورځ ته څو ورځې پاتې دي وویل دغه ورځ د مقاومت بیلګه ده داسې مقاومت چې د صهیونیسټ رژیم تکبر یې مات کړ او د سیمې څیره بدله شوه او نړیوال استکبار مجبوره شو په ډیرو وسلو سره د مقاومت له جبهې سره مقابله وکړي .
د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم د لبنان د اطلاعاتو د وزیر جرج قرداحي د څرګندونو په خاطر د عربستان او د بیروت ترمینځ رامینځته شوي کړکیچ ته په اشارې سره وویل دا د سعودي عربستان رژيم دی چې دغه مشکل یې رامینځته کړی دی او مونږ له سعودي عربستان دغه غوښتنه لرو چې ریاض د لبنان په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي .