د یمن په ضد د ملګروملتو پيّلي خوي
د ملګروملتو امنیت شورا د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ درې کسان د دغې شورا د بندیزونو په لیسټ کې ورزیات کړل .
یمن اتیا میاشتې کیږي،چې هره ورځ ددغه هیواد د ولس په ضد د آل سعود رژيم د جنګی الوتکو د هرې ورځې د بمباریو ، او د دوي د تالی څټو او ترهه ګرو دجنایتونو شاهد دی . ملګروملتو په کرتو په ښکاره وئیلي دي ، یمن ددغه جنګ له امله د نړۍ د نظام د وروستیو لسیزو له ترټولو بحرانی انساني غمیزو سره مخامخ دی شوی دی .دجنګ له امله دیمن څه دپاسه اتیا فی صدي بیخ بینائی تاسیسات له مینځه تللي دي .د یمن کابو څلور میلیون عام خلک کډه په سر شوي دي ، ددغه جنګ او دهغو د اړخونو له امله څه دپاسه یو لک کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . په لکونو یمن وال هم د سعودي جنګي الوتکو په وسیله دده هیواد د هرې ورځې د بمباریو له امله ټپیان شوي دي . د ملګروملتو پخوانی سرمنشي بان کی مون له دې مخکې منلې چې سعودي عربستان په یمن کې د ماشومانو د حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزي کونکو په لیکه کې راغلی دی .
ملګري ملتونه ددغې موسیسې د منشور په اساس ، د نړیوالې سولې اوا منیت د رامینځةکولو ، ساتلو او د لوړتیا دنده په غاړه لری . دغه مهمه نړیواله موسیسه ده چې پخپلو فیصلو سره په یمن کې د انساني بحران له دریدا او یا کمولو سره مرسته کولی شي، خو دغې موسیسې عملا د یمن په بحران کې د ملګرو ملتو په کړچار کې خپله تر ټولو مهمه ځانګړنه ،یعني په نړیوالو بحرانونو کې بې پلویتوب له لاسه ورکړط او د یمن په جنګ کې د آل سعود به یوه متحد بدله شوې ده . دیمن بحران ته دملګروملتو په کړچار کې په ښکاره پر حقوقي اړخ سیاسی اړخ برلاسه شوی دی .
په تر ټولو وروستي اقدام کې د ملګروملتو امنیت شورا د نومبر په لسمه نیټه د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ درې کسان د خپلو بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړي دي .د نړیوالو رسندویو د راپور په اساس ، عبدالکریم الغامري ، یوسف المدني او صالح مسفر صالح په دغه لیسټ کې شامل کړائ شوي دي او په دغو بندیزونو سره دم ګړۍ د انصار ا...غورځنګ نهه کسان د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو په لیسټ کې شامل کړائ شوي دي .
یو مهم ټکی دا دی چې دغه درې واړه کسان چې بیګا د یمن په ضد دملګروملتو د بندیزونو په لیسټ کې ورزیات کړائ شوي دي ، د انصار ا...غورځنګ پوځیان دي چې د مارب پشمول د سعودي عربستان او دهغو دتالی څټو په ضد د یمن د ملی نجات حکومت د پوځ په بریالیتوبونو کې ئې رول درلودلی دی . د ملګروملتو دبندیزونو کمیټې په یوې اعلامیې کې چې ئې صادره کړې ، دغه درې کسان د حوثیانو دپوځي عملیاتو په رهبرۍ کې په ګډون تورن کړي او ادعا ئې کړې ده چې دغه عملیات د یمن دسولې ، امنیت او ثبات ګواښونکي دي . ددغې اعلامیې په اساس ، عبدالکریم الغامري ، د انصار ا... غورځڼګ د پوځي عملیاتو په غږملونې کې چورلیز رول درلودلی او په همداوروستیو کې ئې په مارب ولایت کې د انصار ا... غورځنګ د پوځي عملیاتو رهبري په غاړه درلودلې ده . یوسف المدني هم د انصار ا... غورځنګ یو لوړپوړی پوځي مشر دی او په څو ولایتونو کې ئې ددغه غورځنګ د ځواک قومانداني کړې ده . صالح مسف صالح هم د لوجیسټکي مسئلو په زمینې کې د انصار ا... غورځنګ ددفاع وزیر سلاکار دی .
د امنیت شورا دغه اقدام ، دیمن په ضد په جنګ کې د سعودي ائیتلاف سره ښکاره او روښانه مرسته کول دي . د یمن دملی نجات دحکومت پوځ په وروستیو میاشتو کې په مارب جبهې کې ډيرې مهمې بریاوې ترلاسه کړي دي ، او دغه ولایت ئې د سعودي تالی څټو او ګوډاګیانو له نیواکه د بشپړ آزادیدا په درشل کې وروستلی دی . یوه داسې موضوع چې د سعودیانو اندیښنې ئې په ځان پسې درلودلي دي او اوس امنیت شورا د انصار ا... غورځنګ دقوماندانانو په بایکاټولو سره یو ډل له آسعود رژيم سره سیاسی خواخوږي کړې ده . بې شکه، د ملګروملتو دغه شان اقدامات ، یوازې دیمن د بحران بوږنونکی اړخ لازیاتوي او آل سعود رژيم د یمن والو په ضد د جنایتونو زیاتولو ته نوره هم لمسوي .