د سعودي عربستان ائتلاف په یمن کښې بله اډه خالي کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108442-د_سعودي_عربستان_ائتلاف_په_یمن_کښې_بله_اډه_خالي_کړه
فارس خبري اژانس وايي د یمن ځايي سرچینو وویل د سعودي عربستان ځواکونو د یمن په ختیځ کښې «الخالدیه »اډه خالي کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2021 02:11 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان ائتلاف په یمن کښې بله اډه خالي کړه

فارس خبري اژانس وايي د یمن ځايي سرچینو وویل د سعودي عربستان ځواکونو د یمن په ختیځ کښې «الخالدیه »اډه خالي کړي ده .

د یمن په مارب ولایت کښې د  حکومتي عسکرو او د ولسي کمیټیو له اوڅاره پرمختګ او د الحدیده ولایت په اکثرو سیمو باندې د دغو پوځیانو د کنټرول له ترلاسه کولو سره په یووخت د سعودي عربستان ځواکونو د یمن په ختیځ کښې د «حضر موت» ولایت د  «رماه » سیمې په خوا  کښې الخالدیه اډه  له مخکنې غږملتیا پرته خالي کړي ده او دغه پوځیان عربستان ته بیرته ستانه شوي دي .

دغه راپور وايې چې له تیرو دوو (۲)میاشتو راهسې تراوسه ورځ تر بلې د «الخالدیه » اډې د کارکونکو شمیر کم شوی او عربستان په تیرو څو میاشتو کښې د یمن له څو سیمو خپل پوځيان ایستلي دي .

دغه راپور په داسې حال کښې خپور شوی دی چې د یمن سرچینو په تیرې پنجشنبې ورځې خبر ورکړ د سعودي عربستان او د  متحده عربي اماراتو د ائتلاف ځواکونه  په یوه (۱) ناڅاپه اقدام کښې د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت په جنوب او ختیځ کښې له لسګونو سیمو وتلي دي .

د یمن رسنیو وویل په مارب ولایت کښې د حکومتي عسکرو او د ولسي کمیتیو له اوڅاره پرمختګ وروسته د دغه ولایت د ازادولو لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي .