ملګري ملتونه دې دعامو یمنوالو د وژلومخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108516-ملګري_ملتونه_دې_دعامو_یمنوالو_د_وژلومخه_ونیسي
 د یمن پارلیمان ددې غوښتنه هم کړې چې  ملګري ملتونه دې  د سعودي ائيتلاف له خوا د دغه هیواد دحاکمیّت دخلاف ورزۍ او تیریو او د یمن والو دعامو وژلو د دوام مخه ونیسي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 18, 2021 12:23 Asia/Kabul
  •   ملګري ملتونه دې دعامو یمنوالو د وژلومخه ونیسي

 د یمن پارلیمان ددې غوښتنه هم کړې چې  ملګري ملتونه دې  د سعودي ائيتلاف له خوا د دغه هیواد دحاکمیّت دخلاف ورزۍ او تیریو او د یمن والو دعامو وژلو د دوام مخه ونیسي .

 المسیره خبری چینل راپور ورکړی ، دیمن پارلیمان پرون  ناوخته  په یوې اعلامیې کې  دیمن په مختلفو ښارونو  دسعودي ائيتلاف  حملې محکومې کړي او دغه حملې د عامو خلکو د   مرګ ژوبلو او دعمومي  او خصوصي ځایونو  دنابودۍ سبب  ئې بللي دي . 

  د یمن د پارلیمان استازو   له ملګروملتو ، امنیت شورا  او له اړونده  اورګانونو  غوښتي ،دیمن په وړاندې دې  پخپلو مسئولیّتونو عمل وکړي .

 د یمن پارلیمان  همداراز ددې غوښتنه هم کړې چې  ملګري ملتونه دې  د سعودي ائيتلاف له خوا د دغه هیواد د حاکمیّت دخلاف ورزۍ او تیریو  او دیمن والو دعامو وژلو د دوام مخه ونیسي .