ملګري ملتونه دې دعامو یمنوالو د وژلومخه ونیسي
د یمن پارلیمان ددې غوښتنه هم کړې چې ملګري ملتونه دې د سعودي ائيتلاف له خوا د دغه هیواد دحاکمیّت دخلاف ورزۍ او تیریو او د یمن والو دعامو وژلو د دوام مخه ونیسي .
المسیره خبری چینل راپور ورکړی ، دیمن پارلیمان پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې دیمن په مختلفو ښارونو دسعودي ائيتلاف حملې محکومې کړي او دغه حملې د عامو خلکو د مرګ ژوبلو او دعمومي او خصوصي ځایونو دنابودۍ سبب ئې بللي دي .
د یمن د پارلیمان استازو له ملګروملتو ، امنیت شورا او له اړونده اورګانونو غوښتي ،دیمن په وړاندې دې پخپلو مسئولیّتونو عمل وکړي .
د یمن پارلیمان همداراز ددې غوښتنه هم کړې چې ملګري ملتونه دې د سعودي ائيتلاف له خوا د دغه هیواد د حاکمیّت دخلاف ورزۍ او تیریو او دیمن والو دعامو وژلو د دوام مخه ونیسي .