د فلسطینی ملت پر حق هیڅکله  ساز باز نشي کیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108642-د_فلسطینی_ملت_پر_حق_هیڅکله_ساز_باز_نشي_کیدلی
 اسماعیل هنیه   ددغه غورځنګ  لومړنی لومړیتوب د فلسطین  موضوع دفاع  کول او  په هره بیّه   دفلسطین د ملت د حقوقو له مینځه  وړل کیدا اجازت نه ورکول  اعلان کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2021 10:15 Asia/Kabul
  • د فلسطینی ملت پر حق هیڅکله  ساز باز نشي کیدلی

 اسماعیل هنیه   ددغه غورځنګ  لومړنی لومړیتوب د فلسطین  موضوع دفاع  کول او  په هره بیّه   دفلسطین د ملت د حقوقو له مینځه  وړل کیدا اجازت نه ورکول  اعلان کړل .

الاقصی تیلیویژني چینل راپور ورکړی،  د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دس یاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه پرون ناونه ددغه  غورځنګ  اصلي  اوه لومړیتوبونه اعلان کړل .

 اسماعیل هنیه   ددغه غورځنګ  لومړنی لومړیتوب د فلسطین  موضوع دفاع  کول او  په هره بیّه   دفلسطین د ملت د حقوقو له مینځه  وړل کیدا اجازت نه ورکول  اعلان کړل .

 هنیّه ددغې مقاومتي ډلې  دوهم لومړیتوب  هم د مقاومت دپروژې  خوندي ساتل  او په مختلفو  اړخونو کې ئې پراختیا وبلله .د فلسطین دملت   د وحدت بیرته ستنیدا او په څو ډلو ئې د ویشل کیدا ختمول ، دغورځنګونو ترمینځ د سسیاسی ائیتلافونمو جوړول  او  په اسلامی او عربی چاپيریال کې  د اړیکو پراختیا ،  له نړیوالې ټولنې سره داړیکو ټينګیدا او  له نړیوالو بهیرونو څخه استفاده  او د فلسطین دموضوع په  وړاندې  د ملتونو په دریځونو کې  رامینځةشوي  مهم بدلونونه ، د نیواکګرو د دسیسو په وړاندې  له دوي څخه دقدس حفاظت او خوندي ساتل،او صهیونیسټ رژيم له بندونو د فلسطینیو بندیانو خوشی کول،د حماس غورځنګ نور لومړیتوبونه دي چې  اسماعیل  هینه  بیان کړل .

 د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر همداراز د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددغه مقاومتي  او مبارز غورځنګ داړیکو په باب هم ټينګار وکړ ، له ایران سره د مونږ اړیکې سټراټژيکې دي ، ځکه ایران  د مقاومت د پروژې  یو مهم رکن حسابیږي .