آل سعود رژيم یوازې د زور په ژبه پوهیږي
عربستان د ډيرو سترو تیلی زیرمو په درلودلو سره په میلیارډونو ډالره عایدات لري چې د شیطاني کارونو دترسره کولو لپاره ئې دخپل ارباب یعني دسپينې ماڼۍ او اسرائیلی رژيم په فرمان سره کودتا ، ترور او د منطق او عقل په اپوټه ئې نور کارونه پلان کړي دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د یمن د مطبوعاتي ادارې په یوې وروستۍ اعلامیې کې راغلي دي ، د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په وسیله د مخه نیونکو انډولیزو اتم ځله عملیاتو ښودلې ده چې مبارزان اوږدې مټې لري چې د عربستان مینځ ته هم رسیدلی شي .
د یمن د مطبوعاتو ادارې دغه راز روښانه کړې ده ، د سعودي عربستان په پوځي مرکزونو باندې د ګوزار لپاره ددغه شان پوځي عمیاتو اجراکیدا د بې وسۍ له امله نه ، بلکې له هغه دښمن سره د مقابلې لپاره دیمن دپوځ د پوځي توانمنیو له امله ده چې یوازې زرو او توانمني ، دهغو جنایتونو چې د یمن د مظلوم ولس اوټاټوبي په ضد ئې ترسره کوي ،مخه ونیسي .
د یمن دغه اورګان په دوام کې دې حقیقت ته په اشارې سره چې په یمن، عربی سیمو او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دعربستان جنایتکار رول، له هیچا پټ نه دی ، زیاته کړې ، عربستان د ډيرو سترو تیلی زیرمو په درلودلو سره په میلیارډونو ډالره عایدات لري چې د شیطاني کارونو دترسره کولو لپاره ئې دخپل ارباب یعني دسپينې ماڼۍ او اسرائیلی رژيم په فرمان سره کودتا ، ترور او د منطق او عقل په اپوټه ئې نور کارونه پلان کړي دي . په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ، دا یوه حقیقي چاره ده چې د یمن دپوځ او مبارزو ولسی کمیټیو د تیریګر سعودي ائیتلاف په ضد ددغو یرغلیزو عملیاتو اجرا ، د کلابندۍ او تیریدیو تر ختمیدا پورې له تیریو سره دمقابلې او د خپل وطن او ولس ددفاع په چوکات کې ترسره شوې ده .