د فلسطین له ولس څخه د پاکستانیانو ملاتړ
د پاکستان د سیند د ایالت په مرکزي ښار کراچی کې خلګو د صهیونیستي رژیم په ضد او له فلسطین څخه په ملاتړ مظاهرې وکړې.
د ایرنا له راپور سره سم، دغه مظاهرو کې د پاکستان یو شمېر سیاستولانو، مدني فعالانو، دیني علماو، محصلینو او عامو خلګو د کراچی په ښار کې په ډله ایز ي بایسکل چلونې سره د فلسطین له مقاومت سره خپل پیوستون اعلان کړ.
په دغه مظاهرو کې چي په کراچي کې له فلسطین څخه د ملاتړي موسسې له لوري تره سره شوې پاکستاني شخصیتونو د فلسطین د ولس د حقوقو په لاندي کولو کې اسرائیل سره د اروپایي هیوادونو د ملګرتیا غندنه وکړه.
د فلسطین څخه د ملاتړي موسسې سرمنشي صابر ابو مریم وویل: د پاکستان خلګ له فسطین څخه د ملاتړو ولسونو تر څنګ دي او هیڅکله له اسرائیلو سره د اړیکو د رغولو دسیسې ته غاړه نه ایږدي.
هغه ټینګار وکړ چي اسلامي نړۍ باید د فلسطیني ولس د کړاونو د له مینځه وړلو په موخه فعاله رول ولوبوي او نړیواله ټولنه هم باید د فلسطین د ولس له حقوقو څخه د دفاع په لړ کې په خپل مسئولیت عمل وکړي.