امریکا د عراق په ترهګرو بریدونو کښې لاس لري
Dec 10, 2021 09:00 Asia/Kabul
المعلومه خبري سایټ راپور ورکړ د عراق یوه(۱) امنیتي کارپیژاند د دغه هیواد په وروستیو ترهګرو پیښو کښې د امریکا له لاس لرلو پرده پورته کړه .
د عراق امنتیي کارپيژاند هیثم خز علي نن په دې خبرې سره چې په دغه هیواد کښې په ترهګرو پیښو کښې امریکا لاس لري وویل واشنګټن غواړي له دغو ټروریسټي پیښو څخه په عراق کښې د خپل پوځي شتون د دوام لپاره ګټه پورته کړي .
خزعلي وویل امریکا د خارجي عسکرو د ایستلو په هکله د عراق د پارلمان د مصوبې خلاف ورزۍ کوي .
په تیرو اوو (۷) ورځو کښې د عراق په بیلابیلو سیمو کښې کابو درې (۳) ترهګرې حملې شوي دي او دغه بریدونه سبب شوي دي چې یوځل بیا د هیواد په مخلتفو سیمو کښې ناامنۍ رامینځته شي .
ټیګونه