له وحشي رژيم پرته نورو درستو سره دوستانه اړیکې غواړو
د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر ټينګار وکړ ، یمن وال د فلسطین د موضوع په شمول د اسلامی امت داصلي مسئلو او دهغو دډله ایزو ګټو ترڅنګ ولاړ دي .
المسیره ټيلویژنی چینل راپور ورکړ ، د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدي المشاط بیګا په یولړڅرګندونو کې ووئیل د صنعاء حکومت له صهیونیسټ رژيم پرته دنړۍ نورو درستو هیوادونو سره ، د یمن د حاکمیّت او خپلواکۍ او احترام او ددغه هیواد په چارو کې د نه لاسوهنې په اساس د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی .
المشاط زیاته کړې ،له هیواده په بهر کې د یمن د ډيپلوماټيکو پلاؤ په ماموریّت کې دخائنانو او تالی څټو ناسم تبلیغاتو د یمن احترام او حیثیّت باندې ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي ، او ددغه هیواد دبدلونونو، ناسم انځور ئې نندارې ته وړانډې کړی دی .
د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر ټينګار وکړ ، یمن وال د فلسطین دموضوع په شمول د اسلامی امت داصلي مسئلو او دهغو دډله ایزو ګټو ترڅنګ ولاړ دي .
المشاط ووئیل ، چې یمن له ملګرو ملتو سره مثبت او اغیزشیندونکی چلند کوي او باؤري دی چې دغه نړیوال اورګان باید د حکومتونو حاکمیّت ته د احترام په سترګه وګوري او نړیوالې سولې او امنیت څخه دې ساتنه وکړي.