د یمن پوځ دعربستان د جنوب پرپوځي مرکزونو توغندي وورول
د یمن دپوځ ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې توغندي په دقیق ډول په شیشت لګیدلي دي ،زیاته کړه ،دغه حمله د یمن د مظلوم ولس په ضد د سعودي ائیتلاف د جنایتونو اوهوائي تیریو په ځواب کې شوې ده .د
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي یونټونو د عربستان په جنوب کې په جیزان کې په څو پوځي مرکزونو او په عسیر ولایت کې د ملک خالد هوائي ډګر په توغندیو وویشت.
د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع پرون په یولړ څرګندونوکې ووئيل ود یمن توغندوي یونټ په پنځو ځاي بالیسټک توغندیو سره ،په ملک خالد هوائي ډګر کې د جنګی الوتوکو ګیراجونه او په جیزان کې څو نورټارګټونه په شیشت کې راوستل .
د یمن دپوځ ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې توغندي په دقیق ډول په شیشت لګیدلي دي ،زیاته کړه ،دغه حمله د یمن د مظلوم ولس په ضد د سعودي ائیتلاف د جنایتونو اوهوائي تیریو په ځواب کې شوې ده .
د سعودي تیریګر ائیتلاف جنګی الوتکو له پرون راهسې څو ځله په صنعا، حجه ، مارب ، تعز ولایتونو کې په هستوګونو سیمو سخته بمباري کړې ده .
د عربستان په جنوب کې ملک خالد هوائي ډګر او دغه راز د جیزان او آبها هوائي ډګرونه به وروستیو میاشتو ې: په کرتو د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ډرونز او توغندوي یونټونو په وسیله په شیشت کې راوستل شوي او ډیر تاوانونه ورته اړول شوي دي .