یوازې امریکا په بغداد کې له تاوتریخوالو څخه ګټه پورته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109948-یوازې_امریکا_په_بغداد_کې_له_تاوتریخوالو_څخه_ګټه_پورته_کوي
په عراق کې د کتائب حزب ا... ډله وایي چي په روانو حالاتو کې یوازې امریکا د بغداد په امنیتي سیمو باندې له توغندیزو بریدونو ګټه پورته کوي او خپل مخالفین بدنامه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2021 08:50 Asia/Kabul
  • یوازې امریکا په بغداد کې له تاوتریخوالو څخه ګټه پورته کوي

په عراق کې د کتائب حزب ا... ډله وایي چي په روانو حالاتو کې یوازې امریکا د بغداد په امنیتي سیمو باندې له توغندیزو بریدونو ګټه پورته کوي او خپل مخالفین بدنامه کوي.

تېره ورځ د بغداد په امنیتي سیمي د امریکې سفارت ته نږدې توغندۍ بریدونه وشو، خو د دې شکمنو بریدونو پړه هیڅ یوه ډله په غاړه نه ده اخیستې.

د حزب ا... د کتائب ډلي ویاند «محمد محیی» د دغو بریدونو په غبرګون وویل: دغه بریدونه په حساسو حالاتو کې له نامعلومو او شکمنو لورو له خوا د تخریبې موخو په لړ کې تر سره شوي دي.

هغه زیاتوي چي د امریکې په سفارت باندې بریدونه په عراق کې د سیاسي معادلاتو د ګډوډولو په موخه تر سره کیږي.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چي امریکا له نمایشي بریدونو په تر سره کولو سره غواړي په عراق کې د خپلو یو شمېر فوځیانو د پاتي کېدو زمینه برابره کړي.

امریکا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې داعش سره د مبارزې په پلمه دوه نیم زره فوځیان عراق ته راوستل خو د داعش تر له مینځه تلو وروسته د عراق پارلمان د یو پرېکړه لیک په تصویبولو سره د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکی شو.