د قاسم سلیماني د شهادت نړیوال اړخونه لاپسې رابرسیره کیږي
سید حسن نصر ا..په دې خبرې کولو سره چې داعشي تفکر له عربستانه راپورته کیږي او امریکا په لبنان کې د اسرائيلو د درستو جنایتونو مسئوله ده ، زیاته کړه ، امریکا د سوریاوالو د وژلو او ددغه هیواد په کنډوالې دبدلولو مسئوله هم ده او دیمن په ضد جنګ هم یو امریکائي جنګ دی چې د سعوديرژيم په لاس اجرا شو .
المنار ټيلیویژني چینل راپور ورکړ ، د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...بیګا دزړونو دسردار شهیدجنرال قاسم سلیماني او شهیدابومهدی المهندس دشهادت دوهمې کلیزې په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل ، د مقاومت دسردارانو د شهادت کلیزې ترسره کیدا د دوي پر درنښت سربیره ، د امریکائي ،صهیونیسټي استکبار له دسیسو اوپلانونو د ډغرې ، مقاومت او جهاد پر دوام ټینګار دی .
سید حسن نصر ا... ووئيل امریکا داعش راوپنځاوۀ او د هغو درستو جنایتونو مسئوله ده چې په عراق او سورئې کې شوي دي او په مقابل کې ایران لومړنۍ هیواد ؤ چې دعراق اوسورئې د ملتونو ترڅنګ له داعش سره په مقابلې کې ملاتړی شو او په دې مینځو میان کې شهید قاسم سلیماني هم د نیواکګرو په ووړاندې کلک ودرید او د عراق دمقاومت ډلو په تاسیس کې ئې رول ولوبوۀ .
سید حسن نصر ا..په دې خبرې کولو سره چې داعشي تفکر له عربستانه راپورته کیږي او امریکا په لبنان کې د اسرائيلو د درستو جنایتونو مسئوله ده ، زیاته کړه ، امریکا د سوریاوالو د وژلو او ددغه هیواد په کنډوالې دبدلولو مسئوله هم ده او دیمن په ضد جنګ هم یو امریکائي جنګ دی چې د سعوديرژيم په لاس اجرا شو .
دلبنا ند حزب ا... غورځنګ عمومی منشي روښانه کړه ، دقاسم سلیماني او ابومهدي المهندس شهیدانو وینه ، داسلامي اوعربي نړۍ وجدانونو ته غږ کوي او وائي ، په سیمې کې د ظلم او نیواکګرۍ مشره امریکا ده او هغه کسان چې دغه ترهه ګر اقدام ئې کړی دی ، له آخرته مخکې به او په دنیا کې به دخپل عمل سزا وویني . د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو برخلیک له سیمې د دوي وتل دي او دفرات په ختیځ کې ولسی مقاومت یوه سمه ټاکنه ده چې له سورئې به هم د امریکائي ترهه ګر پوځ دوتلو لامل شي .