لغمان کې یوولس تنه په ترافیکي پیښه کې ژوبل شول
د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي د شنبې په سهار د کابل جلال اباد پر لویه لارد سرخکانو دوه لارې په سیمه کې یوه لارې او دوه دسپرلیو موټرو د ټکر له امله د یوې میرمنې په ګډون یوولس تنه ژوبل شول.
هغه وویل ژوبل کسان د لغمان ولایت ترافیک پولیسو له لورې د درملنې په موخه روغتون ته ولیږدول شول چې ډاکترانو یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ بللی دی.
د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د لغمان ترافیک پولیسو د څیړنو له مخې یاده پیښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوېده.
د کابل جلال اباد لویه لار نږدې هره ورځ د سختي ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله د ترافیکي پیښو شاهده وي چې دا پیښې مرګ ژوبله او مالي زیانونه تر شاه پریږدي. دکابل جلال اباد دویم لین سرک د جوړیدو چارې چې خواوشاه یو کال وړاندې کابل جلال اباد پر لویه لار د تلونکو موټرو نه داخیستل کیدونکو پیسو په بدل کی پیل او ټاکل شوې وه چې دوه کالو په موده کې به دا سرک جوړ او ګټې اخیستنی ته وسپارل شي چې ورسره به پر اوسنۍ لار ترافیکي ګڼه ګوڼه او دپیښو کچه راکمه شي.
خو ویل کیږي چې د دې سرک د جوړیدو چارې هغه ډول چې طمع کیده نه ترسره کیږي، دکابل جلال اباد پر لویه لار موټر چلوونکي د دې لارې جوړیدو د چارو چټکتیا غوښتنه کوي.