«شهید سلیمانی» په سختو حالاتو کې له عراق سره مرستې وکړې»
(last modified Wed, 05 Jan 2022 11:22:17 GMT )
Jan 05, 2022 15:52 Asia/Kabul
  • «شهید سلیمانی» په سختو حالاتو کې له عراق سره مرستې وکړې»

د عراق ولسمشر د داعش له ترهګري ډلي سره په مبارزه کې د مقاومت رول ته په اشارې سره وویل: شهید سلیمانی په سختو او کړکېچنو حالاتو کې عراق سره مرستې وکړې.

د عراق ولسمشر «برهم صالح» په بغداد کې د سردار سلیمانی او ابومهدی المهندس د شهادت د دوهمي کلیزي په مراسمو کې وویل: موږ یو ځلي بيا په عراق کې د داعش د ترهګري ډلې د پروژې د ماتي خوړلو او د مقاومت د قومندانانو د زړه وړتیاو یادونه کوو.

هغه زیاته کړه: له ترهګری سره په مبارزه کې په بریالیتوب کې د مقاومت د قومندانانو کړچار او زړه وړتیاو ته په کتو سره د عراق نوې اداره باید د اوسنی بحران څخه د وتلو وړتیا ولري.

په دغه مراسمو کې د عراق اکثره سیاسي مشران او وتلي شخصیتونه ګډون درلودل.

 

 

ټیګونه