یمن وال خپل مشکل پخپله حل کولی شي
د یمن والو پخپلو کې سره په خبرواترو ، د خپل هیواد سیاسی راتلونکی انځورولی او د درستو مشکلاتو حل ترلاسه کولی شي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د عمان په سفر تللی ، په مسقط کې ئې د یمن دملی نجات حکومت له لوړپوړي مرکچي محمد عبدالسلام سره په کتنې کې دیمن پر ولس د تپلي جنګ په دوام دخواشینۍ په څرګندولو سره دیمن په ضد د جنګ دختمیدا او د دغه هیواد د کلابندۍ پر لیریکیدا ټینګار وکړ او وې وئیل ، د یمن والو پخپلو کې سره په خبرواترو ، د خپل هیواد سیاسی راتلونکی انځورولی او د درستو مشکلاتو حل ترلاسه کولی شي .
محمد عبدالسلام هم په دغې کتنې کې په یمن کې د ایران دخدای بخښلی سفیر دشهادت په مناسبت دایران حکومت او ولس ته په تسلیّت وئیلو سره ، دیمن له ولسه د اسلامی ایران دملاتړونو قدرونه وکړه .