یمن وال خپل مشکل پخپله حل کولی شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110846-یمن_وال_خپل_مشکل_پخپله_حل_کولی_شي
د یمن والو پخپلو کې  سره  په خبرواترو ، د خپل هیواد سیاسی راتلونکی انځورولی او د درستو مشکلاتو حل ترلاسه کولی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2022 02:09 Asia/Kabul
  • یمن وال خپل مشکل پخپله حل کولی شي

د یمن والو پخپلو کې  سره  په خبرواترو ، د خپل هیواد سیاسی راتلونکی انځورولی او د درستو مشکلاتو حل ترلاسه کولی شي .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  چې د عمان په سفر تللی ، په مسقط کې ئې د یمن دملی نجات حکومت له لوړپوړي مرکچي  محمد عبدالسلام سره په کتنې کې  دیمن پر ولس د تپلي جنګ په دوام دخواشینۍ په څرګندولو سره دیمن په ضد د جنګ دختمیدا او د دغه هیواد د کلابندۍ پر لیریکیدا ټینګار وکړ  او وې وئیل ، د یمن والو پخپلو کې  سره  په خبرواترو ، د خپل هیواد سیاسی راتلونکی انځورولی او د درستو مشکلاتو حل ترلاسه کولی شي .

محمد عبدالسلام  هم په دغې کتنې  کې په یمن کې د ایران  دخدای بخښلی سفیر دشهادت په مناسبت  دایران  حکومت او ولس ته په تسلیّت وئیلو سره ، دیمن له ولسه د اسلامی ایران  دملاتړونو  قدرونه وکړه .