نړۍ د آل سعود رژيم په جنایتونو سترګې پټې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110974-نړۍ_د_آل_سعود_رژيم_په_جنایتونو_سترګې_پټې_کړي_دي
 د النجباء غورځنګ  عمومی منشي  د سعودي رژيم له ظلم او جنایتونو څخه کړیدلو ملتونو ته په خطاب کې ووئيل ،دغه غورځنګ به  د تاسو ترڅنګ ولاړ وي او  له تاسو څخه له ملاتړه به لاس په سر نشي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 13, 2022 15:42 Asia/Kabul
  • نړۍ د آل سعود رژيم په جنایتونو سترګې پټې کړي دي

 د النجباء غورځنګ  عمومی منشي  د سعودي رژيم له ظلم او جنایتونو څخه کړیدلو ملتونو ته په خطاب کې ووئيل ،دغه غورځنګ به  د تاسو ترڅنګ ولاړ وي او  له تاسو څخه له ملاتړه به لاس په سر نشي .

 

فارس خبری اژانس راپور ورکړ، د عراق د نجباء غورځنګ  عمومی  منشي اکرم الکعبي  ټینګار کړی ،دنیا دسعودي عربستان پر جنایتونو سترګې پټې کړي دي ، خو دغه غورځنګ به دآل سعود رژيم د ظلم په وړاندې دکړیدلو ملتونو ترڅنګ ولاړ وي او د دوي  چغه به جوړه شي .

اکرم الکعبي  په سعودي عربستان کې د  بحرین د دوو شیعه ځوانانو لپاره  دپانسۍ  د فیصلې صادریدا محکومه کړې او د ریاض د رژيم د واکوالانو دجنایتونو  په وړانډې ئې دنړیوالو  پر  انزوا او سترګو پټولو سختې نیوکې کړي دي .

شیخ اکرم الکعبي  دپانسۍ دغه فیصله  یوه پرنیزه او غیر انساني بللې  او زیاته ئې کړې ده ،آل سعود رژيم  تر څو پورې په بحرین او سیمې کې د بې ګناه خلکو نسل وژنې ته دوم ورکوي  او په دغو جنایتونو باندې به تر څو پورې سترګې پټيږي ؟

 د النجباء غورځنګ  عمومی منشي  د سعودي رژيم له ظلم او جنایتونو څخه کړیدلو ملتونو ته په خطاب کې ووئيل ،دغه غورځنګ به  د تاسو ترڅنګ ولاړ وي او  له تاسو څخه له ملاتړه به لاس په سر نشي .

د سعودي عربستان امنیتی مامورانو ،په ۲۰۱۵کال کې  د جعفر سلطان او صادق ثامر په نامو سره د بحرین دوه ځوان اعتراض کونکي وتښتول او په یوه نامعلوم ځاي کې له  سلو ورځو ساتلو وروسته زندان ته منتقل کړل . دعربستان یوې محکمې پرون ددغو دوو ځوانو بحرینیانو  لپاره دپانسۍ فیصله صادره کړې ده .