امریکا په بغدادکې په خپل سفارت حمله تایید کړه
د امریکا سفارت نن سهار په یوه ټویټری پیغام کې ولیکل د دغه سفارت په ودانۍ پرون مازیګر ترهه ګرو ډلو حمله کړی ده .
د ایرنا له راپور سره سم د امریکا سفارت نن سهار په یوه ټویټری پیغام کې ولیکل د دغه سفارت په ودانۍ پرون مازیګر ترهه ګرو ډلو حمله کړی ده .
له دې مخکې د صابرين نيوز راپور ورکړی وو په بغداد کښې د امريکا د سفارت التوحيده دريمې اډې باندې پرون د ناپېژندل شويو ځواکونو لخوا دوه راکټونه ووېشتل شول.
له دغو چاودنو وروسته د امریکاسفارت ته تلونکې ټولې لارې وتړل شوې.
همدارنګ د دغې حملې د يوې ويډيو خپرېدل ښودنه کوي چې د امریکاد فوځ سيرام دفاعي سېسټمونه په دائمي توګه له ويشتل شويو راکټونو سره د مقابلې په حال کښې دي.
د ويلو ده چې تر اوسه د عراق هيڅ يوې مقاومتي ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې. همدارنګ د امريکې سفارت ته د رسېدلو مال او سر تاوانونو په اړه هم لا څه رپوټ نه دے خپور شوے.
د بغداد او واشنګټن د حکومتونو د موافقې له مخې ټاکل شوې وه چې امريکائي نيواکګر ځواکونه د تېره ميلادي کال تر آخره پورې د عراق له خاورې ووځي
په داسې حالاتو کښې زياتره عراقيانو او د مقاومت ډلو اعلان وکړ چې په دغه هېواد کښې د امريکائي ځواکونو د شتون په صورت کښې هغوي خپل حق بولي چې له تيريګرو او نيوانګرو سره مقابله وکړي.