نړۍ د یمن په قانوني حق باندې اعتراف کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111574-نړۍ_د_یمن_په_قانوني_حق_باندې_اعتراف_کوي
فارس خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بهرنیو چارو وزیر هشام شرف ټینګار وکړ له دې سره سره چې د «طوفان» په نوم پوځي عملیات له غندنو سره یوځاې وو خو دنیا پوهیږي چې دغه عملیات یو (۱) قانوني او په حقه ځواب و .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2022 08:15 Asia/Kabul
  • نړۍ د یمن په قانوني حق باندې اعتراف کوي

فارس خبري اژانس وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بهرنیو چارو وزیر هشام شرف ټینګار وکړ له دې سره سره چې د «طوفان» په نوم پوځي عملیات له غندنو سره یوځاې وو خو دنیا پوهیږي چې دغه عملیات یو (۱) قانوني او په حقه ځواب و .

هغه وویل هغه هیوادونه چې د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو پرضد د یمن د پوځ عملیات غندي باید پوه شي چې د یمن خلک په هغه اندازه   چې تیریو ته په ځواب کښې حقیقي اقدامات ورته اهمیت لري د دغو هیوادونو غندنې ته اهمیت نه ورکوي .

هشام شرف وویل که چیرې تیریګر هیوادونه له یمن څخه غواړي چې د ځواب له ورکولو ډډه وکړي نو باید خپل تیري بند کړي او د سولې لاره غوره کړي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت خارجه وزیر هشام شرف دغه راز ټینګار وکړ هغه ټول هیوادونه چې صنعا ته ګواښ کوي د ترهګرو په فهرست کښې یې  شامله کړي زیاته کړه چې ترهګر د سعودي عربستان او د متحده  عربي اماراتو ائتلاف دی کوم چې له تیرو اوو(۷) کلونو راهسې د یمن خلک وژني او هغوې یې کلابند کړي دي .