د امریکا لاسپوڅي د عراق حالات ګډوډوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111820-د_امریکا_لاسپوڅي_د_عراق_حالات_ګډوډوي
المعلومه خبري سایټ راپور ورکړ د عراق د فتح ائتلاف غړي احمد الموسوي وویل امریکا ته اړونده ډلې په عراق کښې د واشنګټن د پوځي شتون د توجیه لپاره د امنیت د ګډوډولو او د بغداد په حساسو سیمو باندې د حملو هڅه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 10:49 Asia/Kabul
  • د امریکا لاسپوڅي د عراق حالات ګډوډوي

المعلومه خبري سایټ راپور ورکړ د عراق د فتح ائتلاف غړي احمد الموسوي وویل امریکا ته اړونده ډلې په عراق کښې د واشنګټن د پوځي شتون د توجیه لپاره د امنیت د ګډوډولو او د بغداد په حساسو سیمو باندې د حملو هڅه کوي .

هغه په دې خبرې سره چې په عراق کښې د امریکا شتون د هیواد د کورني امنیت د ګډوډولو پراساس دی وویل امریکا ته اړونده وسله والې ډلې په عراق کښې د واشنګټن د پوځي  شتون د توجیه لپاره ګډوډۍ رامینځته کوي .

الموسوي دې ته په اشارې سره چې امریکا ته د اړونده وسله والو ډلو یوه(۱) دنده د هوايي ډګرونو په شمول د عراق  په حساسو سیمو باندې بریدونه کول دي وویل د مقاومت د غږملتیا پلاوي په ځلونو ویلي دي چې د بغداد د هوايي ډګر په شمول ډيپلوماټیک ځایونه او هوايي ډګرونه دي چې په اوسنیو شرایطو کښې ورباندې بریدونه نشي کیدلای .