غنچه ایز بمونه/په یمن باندې د سعودي بمبارۍ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111930-غنچه_ایز_بمونه_په_یمن_باندې_د_سعودي_بمبارۍ
د خبري سرچینو له راپور سره سم، د سعودي یرغلګر ائتلاف یو ځلي بیا د یمن د پلازمینې په مختلفو سیمو درنې بمبارۍ کړې چي د امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2022 10:18 Asia/Kabul
  • غنچه ایز بمونه/په یمن باندې د سعودي بمبارۍ

د خبري سرچینو له راپور سره سم، د سعودي یرغلګر ائتلاف یو ځلي بیا د یمن د پلازمینې په مختلفو سیمو درنې بمبارۍ کړې چي د امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

عربستان، د امریکې، امارات او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره، له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا په یمن له هوا، سمندر او ځمکې له لاري یرغل کړې او دغه هیواد یې تر محاصرې لاندې نیولی دی.

تر دې دمه د سعودي ائتلاف د یرغل په نتیجه کې تر ۱۶ زره زیات یمني وګړي وژل شوي او تر لسګونو زرو زیات کسان ژوبل شوي دي.

د المیادین له راپور سره سم، له تیري ورځې راهیسې د سعودي ائتلاف د یمن د پلازمینې «صنعا» په النهدین سیمي باندې پنځه ځلي او د بنی مطر او ارحب په سیمو باندې درې ځلي هوایي بریدونه کړي دي چي د امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د یمن د مین پالنې د ادارې له راپور سره سم، په داسي حال کې چي د غنچه ایزو بمونو، میکروبي، کیمیاوي، ناپالم او د اعصابو ضد زهرجن بمونو او وسلو استعمال د ملګرو ملتونو او د نړیوالو اصولو کې منعه شوې لیکن د سعودي یرغلګر ائتلاف د یمن د ولس په ضد له دغو ټولو ناوړو وسلو څخه کار اخلي.

د استکهلم د سولي د نړیوالي ادارې د څېړنو له مخې له ۲۰۱۵ میلادي کال نه را په دې خوا امریکا، برتانیا، فرانسه او جرمني ځانګړي وژونکې وسلې په سعودي پلورلي دي.

یوازې په تېره میاشته کې د مین به الحدیدې ولایت کې د سعودي د غنچه ایزو بمونو د امله ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.

د یمن د مین پالنې د ادارې له راپور سره سم، د سعودي او اماراتو له لوري پر یمن باندې په هوایي بریدونو کې د غنچه ایزو بمونو د کارولو د امله ۱۵۰۰ کړهنیزي ځمکې له مینځه تللي دي.