ترکیې ته د اسرائیلي د استخباراتو رئیس پټ سفر
د صهیونیستي رژیم رسنیو اعلان وکړ چي د دې رژیم ځینې چارواکې منجمله د استخاباراتو «موساد» رئیس ترکې چارواکو سره د لیده کاته لپاره په پټه دې هیواد ته سفر کړي.
یوه اسرائیلي رسنۍ د ترکي مطبوعاتو په حواله انکارا ته د دې رژیم د جګپورو چارواکو د سفر خبر ورکړی دی.
د صهیونیستي رژیم ۱۴ کانال له راپور سره سم، د موساد د استخباراتي ادارې مخکنی رئیس «یوسی کوهن» د ترکیې له استخباراتي ادارو سره اړیکې درلودلې او همکارۍ کولې، که څه هم په سیاسي کچه کې له دې رژیم سره د ترکیې په اړیکو ځینې لانجې شتون لري.
د صهیونیستي رژیم ورځپاڼې «یدیعوت آحارونوت» په یوه راپور کې لیکي: د اسرائیل د رژیم د بهرنیو چارو د وزارت مدیر تېره میاشته په پټه توګه ترکیې ته تللی و چي دغه هیواد ته د صهیونیستي رژیم د سرغنه «اسحاق هرتسوګ» د سفر لپاره همږغیتوب وکړي.
د دې صهیونیستي ورځپاڼې په وېنا: ټاکل شوې چي د اسرائیل د خونړي رژیم سرغنه اسحاق هرتسوګ په راتلونکي میلادي میاشته کې ترکیې ته سفر وکړي.
ترکیه او صهیونیستي رژیم په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ځینو اختلافاتو وروسته د یو بل سفیران وشړل او له هغه وخته تر دې دمه په ظاهر کې یې اړیکې لانجمني پاتي شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې ویلي وه چي د صهیونیستي رژیم سرغنه د مارچ په میاشته کې به انکارا ته سفر وکړي.