امریکاله صهیونیسټي دښمن سره د لبنان دحکومت دنزدې کولودسیسه جوړوي
د سمندري پولو د انځورولو په سر د لبنان او صهیونیسټ رژيم ترمینځ غیر مستقیم خبرې اترې د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې د ملګروملتو په څارنې او د امریکاپه مینځګړیتوب سره پیل شوي او تر دې دمه ئې پنځه پړاؤنه ترسره شوي دي چې وروستۍ مرحله ئې په تیر مئ میاشت کې ترسره شوې ده
العهد خبری سایټ په خپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي ،د لبنا ن د حزب ا... ولسی غورځنګ پارلیماني فریکشت ددغه هیواد له حکومته وغوښتل لخ صهونیسټي دښمن سره د اړیکو دعادي کولو په لور د لبنان د کاږلو لپاره دې د امریکا ددسیسو خیال وکړي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،دغه فریکشن نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل ،دسمندري پولو د ټاکلو له موضوع سره داړونده ورسوتیو بدلونونو او پيښو ترڅنګ ظاهري نښې نښانې ښئ چې امریکائي مینځګړي هڅه کوي،یوه داسې وضع رامینځةکړي،چې حتی که ممکنه ده، په راتلونکي کې له صهیونیسټي رژيم سره د لبنان دعادي کولو لارې پرانیزي .
د لبنان په پارلیمان کې د حزب ا... غورځنګ فریکشن په دې په ټينګار سره چېد پولو ټاکل د حکومت په غاړه دي ،زیاته کړې ده،د حکومت ملی دنده ایجابوي،چې د اړونده مسئولانو توجه دې د پولو د ټاکلو په بهیر کې دامرایکائي مینځګړو دسیسو ته جلب کړي څو له صهیونیسټي دښمن سره د اړیکو دعادي کولو د دسیسو په خطرو خبر ووسي .