یو بل فلسطیني ځلمی د صهیونیسټانو په ډزو شهید شو
Feb 23, 2022 07:51 Asia/Kabul
-
محمد شحاده
تیره ماښام یو فلسطیني ځلمی د لویدیځې غاړې د بیت لحم سیمې په الخضر ښارګي کښې د صهیونیسټي پوځیانو د ډزو له امله شهید شوی دی
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د حکومت د روغتیا وزارت وویل چې ۱۴ کلن فلسطیني ځلمی محمد شحاده د بیت لحم د سویل په الخضر ښارګوټي کښې د صهیونیسټو پوځیانو له خوا په شویو ډزو کښې شهید شو.
د اسرائیلو خبري سایټونو ادعا کړې چې دغه ماشوم هغه وخت د اسرائیلي پوځیانو په ډزو لګیدلی چې په هغوي باندې یې د کاڼي ګوزار کوه.
د پيښې شاهدانو ویلي چې دغه ماشوم په ډزو له لګیدو نیم ساعت وروسته روغتون ته وړل شوی دی.
د الخضر ښارګي خلکو د صهیونیسټانو د دغه جنایت په غندنه کښې لاریون وکړ چې له صهیونیسټي پوځیانو سره په نښتې بدل شو.
ټیګونه