د امریکا په ملاتړونو تکیی اوکراین له بحران سره مخ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i112772-د_امریکا_په_ملاتړونو_تکیی_اوکراین_له_بحران_سره_مخ_کړ
 اوکراین د ۲۰۱۴ کال راهسې  ددغه هیواد  دوخت د حکومت په  ضد د لویدیځ پالو  په کودتا پسې  ددغه  هیواد په ختیځ دوبناس سیمې کې  د حکومت او مخالفانو د نښتو ډګر  دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 26, 2022 11:52 Asia/Kabul
  • د امریکا په ملاتړونو تکیی اوکراین له بحران سره مخ کړ

 اوکراین د ۲۰۱۴ کال راهسې  ددغه هیواد  دوخت د حکومت په  ضد د لویدیځ پالو  په کودتا پسې  ددغه  هیواد په ختیځ دوبناس سیمې کې  د حکومت او مخالفانو د نښتو ډګر  دی .

د لبنا ن د حزب ا...  داجرائي شورا مشر  ووئيل ، د امریکا  پر ملاتړونو دځينو تکیه کول ستره تیروتنه ده  او د اوکراین موضوع  یوځل بیا پر دې موضوع ټپه ووهله .

 العهد  خبری سایټ راپور ورکړ، د لبنا د حزب ا... ولسی غورځنګ د اجرائي شورا  مشر سید هاشم صفی الدین  د اوکراین د جنګ  په غبرګون  کې  روښانه کړې ده ،  له درستو غمیزو د لبنان او سیمې  خلاصون  د امریکا له سلطې څخه په حقیقي آزادۍ سره ممکن   کیږي. 

صفی الدین زیاته کړې ، امریکا او لویدیځ  اوکرانیّان ولمسول  او دوي ته ئې د ملاتړ او ملګرتیاژمنې ورکړې ، خو کله  متوجه شول چې  د دوي ګټې په خطرې کې دي ، نو  ورڅخه ئې مخ واړوۀ څو خپلې ګټې وساتي .

 د لبنان د حزب ا...  د اجرائي شورا مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  د امریکا ولسمشر جوزف بایډن له دې وروسته  چې  وئې  لیدل  موضوع جدي ده ،  په دغه پوځي ډغرې کې ئې  دګډون لپاره د خپل هیواد شاتګ  اعلان کړ او وې وئيل ،  دا هماغه شی  دی چې امریکا  له دې لارې  ځيني کسان ، په لبنان کې د فتنې  جهنم ته وکاږل  او  وروسته ئې یوازې پریښودل .

 اوکراین د ۲۰۱۴ کال راهسې  ددغه هیواد  دوخت د حکومت په  ضد د لویدیځ پالو  په کودتا پسې  ددغه  هیواد په ختیځ دوبناس سیمې کې  د حکومت او مخالفانو د نښتو ډګر  دی .