عراق ته داستبداد بیرته ستنیدا هیڅ امکان نه لري 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i112778-عراق_ته_داستبداد_بیرته_ستنیدا_هیڅ_امکان_نه_لري
د عراق پخواني لومړي وزیر عادل عبدالمهدي  په دغه هیواد کې  دداخلی نښتو درامینځةکیدا او د یوه استبدادي حکومت دبیرته ستنیدا ناممکنه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2022 12:25 Asia/Kabul
  • عراق ته داستبداد بیرته ستنیدا هیڅ امکان نه لري 

د عراق پخواني لومړي وزیر عادل عبدالمهدي  په دغه هیواد کې  دداخلی نښتو درامینځةکیدا او د یوه استبدادي حکومت دبیرته ستنیدا ناممکنه وبلله .


 عراق دتیر کال په اکتوبر میاشت کې  دپارلیماني انتخاباتو له ترسره کیدا وخت راهسې چې  سیاسی ګوندونه ، نه دي توانیدلي ، د حکومت له جوړیدا سره  پخپلا شي ،  له سیاسی بحران سره مخامخ شوی دی .

 شفق نیوز خبری سایټ راپور ورکړ ،  دعراق پخواني لومړي وزیر  عادل عبدالمهدي په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دصدام په شان استبداد او داخلی جنګ به  له عراقه لیرې وي   او تر څو چې  انتخابات  د قضائي محکمې په څارنې او آزادۍ سره یو ځاي وي ،، نو هیواد به  هیڅکله ناانډوله نشي .

  هغه زیاته کړې ، دا په دې معنا  نه ده چې  انتخابات په بشپړ  ډول شفاف دي او   قضائی محکمه کوم لړزانتیا نه لري ، او د ګوندونو  او ډلو ټپلو  شرائط  ښه  دي  او  ټولنیز چینلونه هم  ټول مثبت دي .

 دغه څرګندونې  له دې وروسته مطرح شوي چې په همداوروستیو کې دعراق ځینو  چارواکو او سیاستوالانو ،  له انتخاباتو وروسته په دغه هیواد  کې په سیاسی بندون پسې د داخلی جنګ د رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړی دی .  په عراق کې د ملګروملتو  دنمایندګۍ دپلاوي مشر جنین هنیس پلاسخارت هم  په عراق کې د سیاسی بندنو د دوام او اختلافاتو د خطرو په باب خبرداری ورکړی دی.